له مذهبي محدودیتونو نیولې، تر اخلاقي او روغتیايي انتخابونو پورې ډېر احتمال شته چې موږ هر یو کوم ډول خوراکي محدودیت ولرو، یا داسې څوک وپېژنو چې دا محدودیت لري.
راځئ له خوراکي الرژۍ پیل کړو؛ ځکه که پام ورته ونشي ، ښايي جدي حتی وژونکې پایلې ولري.
په اسټرالیا کې شاوخوا هر لسو ماشومانو کې یو (۱ په ۱۰ کې) د خوړو الرژي لري، او تر ټولو عامه یې د هګۍ الرژي ده. کله چې بالغ عمر ته رسېږو، نو شاوخوا هر پنځوس کسانو کې یو (۱ په ۵۰ کې) د خوړو له الرژۍ سره مخ وي.
همدا لامل دی چې روښانه او دقیق خوراکي لېبلونه د خلکو د خوندیتوب لپاره ډېر مهم دي.
اېنګرېډ روش (Ingrid Roche) د ملي الرژۍ شورا اړوند عملي غذایي متخصصه ده، او د خوړو الرژۍ په برخه کې تخصص لري.
هغه وايي: د اسټرالیا او نیوزیلنډ د خوړو معیارونو ادارې د “Plain English Allergen Labelling”په ساده انګلیسي د الرژۍ لرونکو موادو لېبلول معرفي کړي، څو خلک وکولای شي د خوړو اجزا په اسانۍ وپېژني او خوندي انتخاب وکړي.
نور خوراکي محدودیتونه کوم دي؟
له الرژیو پرته، خلک د بېلابېلو دلیلونو له مخې هم ځانګړي خوراکي محدودیتونه تعقیبوي چې یو یې مذهبي لامل دی.
د بېلګې په توګه، کېدای شي تاسو کوشر (Kosher) رژیم په پام کې نیسی.
شوش لانداؤ چې په Kosher Australia کې د بازارموندنې او لوژستیک مشره ده، وايي دا اداره په اسټرالیا کې د کوشېر د تصدیق له دوو اصلي ادارو څخه یوه ده؛ نو خلک باید د دوی لوګو ته پام وکړي.
شاوخوا درې سلنه اسټرالیايان حلال رژیم مراعتوي، او دا سکتور په چټکۍ سره پراخېږي.
ډاکټر محمد خان د حلال اسټرالیا (Halal Australia) اجرایي مشر دی دا د حلال خوړو تصدیق ورکوونکې اداره ده چې د کرنې وزارت له خوا هم پېژندل شوې ده.
نوموړی مصرف کوونکو ته سپارښتنه کوي چې په سوپرمارکېټونو کې د پېرودلو پر مهال د باور وړ حلال ادارو د تصدیق لېبلونو/نښو ته پام وکړي.
مهرباني وکړئ نور مالومات په راپور کې واورئ.





