کله چې طوفانونه او سیلابونه راشي، په آسټرالیا کې ډیری ټولنې د مرستې لپاره په خپل ایالت یا سیمه کې د بیړنيو خدمتونو ادارې باندې تکیه کوي.
دغه ادارې په هر ایالت کې، د اس اياس (SES) په نوم پېژندل کېږي. یادې ادارې له خلکو سره مرسته کوي ترڅو بیړنو حالتونو ته آماده شي، خطر کم کړي او د خطر پرمهال یې له سیمې څخه وباسي.
د هر ایالت د بېړنیو خدمتونو په ادارې کې ډېر مسلکي داوطلبه خلک کار کوي.
د بېړنیو خدمتونو د ادارې کار کوونکي ډېری وخت، مخکې لدې چې طوفان یا سیلاب راشي، د خلکو دروازې ټکوي او خبر داری ورکوي.
دوي اوسېدونکو ته د تخلیې د طرزالعملونو او اختیارونو په اړه معلومات ورکوي.

هغه کسان چې له سیندونو یا د اوبو له لارو سره نږدې ژوند کوي باید د هوا له حالت څخه خبر اوسي. دوي کولاي شي، د هوا پېژندې یا د بېړنیو خدمتونو ادارې له اپلیکیشونونو څخه وروستي معلومات ترلاسه کړي.
دوی باید چمتو وي ترڅو خپل بېړني پلانونه مخکې له دې چې اوبه راښکته شي پلي کړي. که دوی ماشومان یا څاروي لری، دوی باید پوه شي چې څنګه او چیرته دوي خوندي کړي.
لا ډېر ولولئ

د اوړي موسم کې مو دا خبرتياوې ژوند ژغورلی شي
د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د خپلې سیمې د بېړنیو مرستو ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
د هوا د حالاتو په اړه وروستي مالومات د آسترالیا د هوا پېژندنې ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ.
په بېړنیو حالاتو کې د ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئاو که چېرې تاسو په انګلیسي ژبه نه پوهېږئ نو مهرباني وکړئ د ژباړې د وړیا خدمتونو لپاره ۱۳ ۱۴ ۵۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.




