بشرحقونو مدافعين: اسټراليا بايد له افغانستان څخه د ويزو نه پروسس کولو پريکړه بيرته واخلي

Raia wa Afghanistan, wajaa ndani ya uwanja wakimataifa wa ndege wa Kabul, baada ya wanamgambo wa Taliban kuchukua utawala.

Ma elfu ya raia wa Afghanistan, wakimbilia msaada wa uhamisho kutoka jeshi la marekani katika uwanja wakimataifa wa Kabul, baada ya Taliban kuingia mamlakani. Source: AP / AP Photo/Shekib Rahmani

د اسټراليا د حکومت پريکړې په غبرګون کې چې له افغانستان څخه د بشري مرستو ويزو غوښتنليکونه نه پروسس کوي د بشر حقونو او کډوالو چارو کې پوهان وايي، دا پريکړه خواشينونکې ده او له وجې يې ډير افغانان له سترو ننګونو سره مخ کيږي.


د اسټراليا حکومت په دې تورن شوی چې افغانستان کې ميشت د اسټراليا ويزو غوښتونکي له پامه غورځولي او "د افغانستان له ستونزو يې لاس اخيستی."
د اسټراليا د حکومت وروستۍ پريکړه چې افغانستان کې بند پاتې کسانو د اسټراليا بشري ويزو لپاره ورکړل شوي غوښتنليکونه نه طی مراحل کوي له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې.

اسټراليا ميشت د بشر حقونو د څار ادارې غړي ماهر مومند ويلي، "د اسټراليا د حکومت وروستۍ پريکړه خواشينونکې ده او له وجې يې نورې ننګونې رامينځته کيدای شي."

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې هر هغه څوک چې حکومت يې لومړيتوب نه ګڼي د هغوی غوښتنلیکونه نه پروسس کوي بلکې هغه ردوي.
ښاغلي مومند له اس بي اس پښتو سره خبرو کې وويل، "افغانستان کې ټول خلک يو شان له خطر سره مخ دي او حکومت بايد د هغوی خونديتوب لپاره لاس په کار شي."

حکومت وايي د ۲۰۲۱ په اګست کې د سخت دریځې اسلامپالې ډلې له خوا پر افغانستان واکمنۍ وروسته دوی نشي کولی چې ويزو غوښتنې کوونکو شالید چک يا بايو ميټريک وکړي.
Maher Momand CEO, ROA
Source: Supplied
بله خوا سلګونه زره افغانان له قاچاقي لارو څخه افغانستان پريښودلو ته اړ کيږي او ځيني يې بيا په لارو خپل ژوندونه له لاسه ورکوي.
د ښاغلي مومند په وينا، د اسټراليا حکومت له وروستۍ پريکړې سره خلک اړ کيږي چې خپل ژوند په خطر کې واچوي او له افغانستان څخه بهر شي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټونو ويش او هم له افغانستان څخه باهر سفرونه محدود کړي.

ښاغلی موند له اسټراليا حکومت څخه هر خپلې پريکړې يو ځل بيا غور کولو غوښتنه کړې او بله خوا يې له طالبانو هم غوښتي ترڅو هغو افغانانو ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي کوم چې له افغانستان څخه باهر سفر کول غواړي.

تاسې بشپړه مرکه دلته واورئ.

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
بشرحقونو مدافعين: اسټراليا بايد له افغانستان څخه د ويزو نه پروسس کولو پريکړه بيرته واخلي | SBS Pashto