Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ادعا کيږي چې په پاکستان افغان کډوال قصدي او پيسو لپاره زنداني کيږي

karachi_140610_aap.jpg

د پاکستان کراچۍ ښار کې سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زنداني شوي او د هغوی برخليک لا اوس هم ندی معلوم. بله خوا افغان سفارت بيا د يو شمير افغان کډوال له زندان څخه خوشې کولو خبر ورکوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د پاکستان کراچۍ ښار کې سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زنداني شوي او د هغوی برخليک لا اوس هم ندی معلوم. بله خوا افغان سفارت بيا د يو شمير افغان کډوال له زندان څخه خوشې کولو خبر ورکوي.


پاکستان کې افغان سفارت وايي د پاکستان کراچۍ ښار کې ۲۰۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه درلودلو په جرم زنداني شوي ول چې له هغوی څخه ځيني پدې وروستيو کې خوشې شوي او بيرته افغانستان ته استول شوي.

په يادو زندانيانو کې يو شمير ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

وروستيو رپوټونو له افغان زندانيانو څخه ۳۰۰ تنه خوشې او بيرته افغانستان ته ليږل شوي.

کراچۍ ښار کې د زندان چارو مرستياله شيبا شاه وايي، چې لسګونه افغان ميرمنې او ماشومان له دوی سره په زندان کې بندي دي.

بندې افغان کډوالې ميرمنې وايي، دوی او ماشومان يې بد حالت کې ساتل کيږي.

شيبا شا وايي، د قانوني اسنادو نه درلودلو په جرم دا کسان تر ۲ مياشتو پورې زنداني کيدای شي.

بحير کمال يو فعال او کراچۍ کې ميشت وکيل دی، ښاغلی وايي له افغانانو سره پاکستان په ځانګړې ډول کراچۍ کې داسې پيښې ډيرې شوي.

ښاغلی کمال وايي، کډوال له ډيرو پوليسو چک پوستو څخه تيريږي او تر کراچۍ پورې رسيږي چې په لار ورته خنډ نه پيښيږي ولې کله چې ښار کې دننه راشي بيا دوی نيول کيږي.

ښاغلی وايي، له کډوالو څخه په لارو پيسې اخيستل کيږي چې دا ناسم کار دی.

کراچۍ او نورو سيمو کې نا امني ډيريدو سره د ګڼ شمير افغان کډوالو نيول او زورول ډير شوي.

پر يادې مسلې جوړ شوی بشپړ رپوټ واورئ.

—————————————————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now