افغانستان کې د ژمي له رخصتیو وروسته پوهنتونونه د نجونو له ګډون پرته پیل شول

Afghan women walking to school

Afghan women walking to school Credit: Fardin Waezi, UNAMA

په افغانستان کې د پوهنتونونو درسي بهیر د ژمي له رخصتیو وروسته ددغه هېواد په سړو سیمو کې پرون دوشنبه د راونې کب میاشتې په ۱۵مه چې د مارچ میاشتې له ۶ مې سره برابره وه پیل شول.


تمه دا وه چې په نوي تحصیلي کال کې به د نجونو او ښځو پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي مګر طالبانو یواځې د نارینه محصیلانو لپاره د دې اجازه ورکړه چې پوهنتونونو ته لاړ شي.

طالبانو د راون کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته مکتوب لیږلی وه چې تر بلې خبرتیا پورې دې نجونو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو پوهنتونو ته لاړې شي.

که څه هم هغه وخت د طالبانو د مکتوب دغه جملې او د دې ډلې د یو شمېر مسوولانو وروستیو څرګندونو چې ګڼې ډیر ژر به د پوهنتونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصي شي خلک امیدوره کړي اما اوس چې په پوهنتونونو کې یواځې د هلکانو لپاره درسي بهیر پیل شوو یو شمېر ښځینه محصلانې د طالبانو دا پرېکړه د خواشینې وړ بولي.

سیلۍ چې په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځې زده کړیاله ده او اوسمهاله پوهنتون ته د تګ اجازه نلري له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، له تېرو دریو میاشتو راپدیخوا همدې شیبې ته انتظار وه چې د پوهنتونو دروازې به د نجونو پرمخ پرانیستل شي او دوی به خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي خو دا چې اوس طالبانو یواځې د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستلې د طالبانو دې پریکړې دا او ډیرې نورې زده کړیالانې ناهیلې کړي دي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې نجونو پرمخ دې د پوهنتونونو او ښوونځیو داوړو دروازې پرانیزئ تر څو خپلې پاتې زده کړې بشپړه کړي.

شیرین محمدي په کابل کې د باختر خصوصي پوهنتون د حقوق پوهنځې د اووم سمستر یوه بله زده کړیاله ده.

هغې اس بي اس راډیو ته وویل، د ښځو او انجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو تړلې پاتې کېدل یو لویه ضربه ده چې طالبان يې افغان میرمنو ته ورکوي.

د شیرین محمدي په خبره دوی د طالبانو له لوري له هېڅ ډول محدویتونو سره چې هغه هر څنګه وي ستونزه نلرې خو یواځنې غوښتنه مو همدا ده چې د زده کړو دروازه باید د ټولو افغان میرمنو پرمخ خلاصه شي.

نوموړې له نړیوالو هم وغوښتل چې د افغان میرمنو ترڅنګ دې ودریږي او د نجونو او ښځو پرمخ دې د زده کړو دروازو په خلاصولو کې مرسته وکړي.

ددې ترڅنګ په داسې حال کې چې د راتلونکې ښوونیز کال لپاره هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي دا هم ناڅرګنده ده چې ایا طالبان به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي او که نه؟

بشپړ رپوټ واورئ.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې

 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now