د ون نيشن ګوند په غوښتنه د اس بي اس او ای بي سي شبکو پلټنه کيږي

SBS and ABC logos

SBS and ABC logos Source: AAP

فدرالي حکومت یو متخصص پینل ټاکلی ترڅو دا وګوري چې ایا د استرالیا ملي خپرونکې رسنۍ په داسې طریقه کار کوي چې د سیالۍ برخه کې بې طرفه اوسي او که نه.


پر اس بي اس او ای بي سي ټلويزيوني او راډيويي شبکو دا تور دی چې د دوی د ځينو سپورتي لوبو د خپرولو حق په داسې حال کې اخلي چې شخصي رسنيو سره سالمه رقابت نه کيږي.

خپلواکه پلټنه به دSBS  او ABC  خپرونې او عملونه څيړي او دا به هم معلوموي چې څنګه يادې شبکې له شخصي شبکو سره سيالي او رقابت کوي او ايا د دوی سيالي مناسبه او عادلانه ده او که نه؟

د يادې پلټنې غوښتنه د ون نيشن ګوند تير کال کړې وه او د حکومت يو قانون يې سنا مجلس کې پدې شرط تصويب کړ چې ددې دوو شبکو پلټنه دې وشي.

يادې موضوع په اړه تاسو ته بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now