د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ: په افغانستان کې مورنۍ ژبو ته څومره کار او پاملرنه شوې؟

A class of high school girls in Afghanistan

د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. Source: Getty / AHMAD SAHEL ARMAN/AFP

څیړنې ښيې چې په نړۍ کې خلک په شاوخوا ۶۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي چې له دې ډلې اوس ځینې ان د ګوتو په شمېر ویونکي لري.


د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې دا ورځ د خپل ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پيژندلې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.

د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې د لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې دم کړۍ د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ په ۲۰۱۰ م کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې يې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

خو له دغې پرېکړې نږدې یو لسېزه مخکې، د بنګله دېش خلکو د ملګرو ملتونو د هغه مهال له عمومي سرمنشي کوفي عنان څخه د دغې ورځې د لمانځلو غوښتنه کړې وه.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now