مهم ټکي:
- راتلونکې میاشت آسټرالیا خپلې نړیوالې پولې خلاصوي ترڅو آسټرالیایان وکولای شي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
- تر اوسه پورې په دغه برخه کې عملي اقدام ندی شوي او خلک نشي کولای له اوس څخه خپل ټکټونه واخلي.
- یو شمېر افغانان د پاکستان له لارې آسټرالیا ته راځي او دغه کار شاوخوا ۱۰ زره ډالره لګښت لري.
د آسټرالیا حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې خپلې نړیوالې پولې په نومبر میاشت کې خلاصوي ترڅو د دغه هېواد اوسېدونکي وکولای شي له محدودیت پرته بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي هغه کسان چې غواړي بهر سفر وکړي په راتلونکو اوونیو کې کولای شي د خپل واکسین سند ته لاسرسی ولري چې په نړیواله کچه به د منلو وړ واوسېږي.
ښاغلي موریسن خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي:" آسټرالیا به ډېر ژر د الوتنې لپاره چمتو وي. "
د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د سفر او سیاحتي خدمتونو وړاندې کوونکی اسماعیل شاه نیازی وايي چې تر اوسه پورې په دغه برخه کې "عملي اقدام" ندی شوی. ښاغلی نیازی وایي تر اوسه پورې دوي ته جزیات ندي ورکړل شوي چې په کوم ډول او تګلارې خدمات وړاندې شي.
"که نن هم څوک وغواړي ټکټ د نومبر [میاشتې] لپاره بوک کړي نو فعلاً هم باید دوي exemption واخلي."
نوموړی وايي چې د exemption له منځه وړلو وروسته خلک کولای شي له هېڅ محدودیت پرته بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې واکسین شوي آسټرالیایان بېرته له راتګ وروسته د ۷ ورځو لپاره په خپلو کورونو کې قرنطین کېږي. مګر هغه کسان چې ندي واکسین شوي، آسټرالیا ته له راتګ وروسته باید د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین شي.
اس بي اس پښتو راډیو په ملبورن ښار کې د یوه سیاحتي شرکت له مشر ښاغلي اسماعیل شاه نیازي سره مرکه ترسره کړې، تاسو کولای شئ د نړیوالو پروازونو په اړه لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.
د مرکې د اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ د سپیکر تڼۍ کېکاږئ.





