د مارچ اتمه د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ملګرو ملتونو په ۱۹۷۵ کال کې د مارچ اتمه په لومړي ځل د ښځو د حقونو د ورځې په توګه وټاکله خو د معلوماتو له مخې دغه ورځ له سلو کلونو څخه زیات زوړ تاریخ لري.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال دغه ورځ د ملک، مذهب، قوم، رنګ، نسل او سیاسي فکر پرته د ټولو میرمنو د مساوي حقونو لپاره لمانځل کیږي.
نن سبا د مارچ اتمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي خو په افغانستان کې دا درېیم کال دي چې دغه ورځ داسې وخت کې راځي چې په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت له لوري افغان میرمنې له ډېرو ټولنیزو فعالیتونه ګرځول شوي دي.
د مارچ له اتمې سره هم مهال یو شمېر افغان میرمنې او نجونې وايي، په تېر جمهوري نظام کې افغان میرمنو کومه نسبې ازادي چې درلوده د طالبانو له راتګ وروسته يې په ټولیزه توګه له لاسه ورکړې ده.
دغه شمېر میرمنې او انجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ژوند کوي زیاتوي، چې په دغه هېواد کې د دوی د ژوند شرایط ورځ تر بلې سختیږي او څوک نشته چې د دوی غږ واوري.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






