مهم ټکي:
- د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ښځې د بد حجابۍ په تور زنداني کړې دي.
- د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ويلي چې افغان ښځې او انجونې د بشردوستانه ویزو په پروګرام کې لومړیتوب لري.
- د انجونو د نیولو په اړه د آسټرالیا حکومت تر دې دمه کوم رسمي غبرګون ندی ښوولی.
د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو شمېر ښځې د بد حجابۍ په تور زنداني کړې. د طالبانو دغه کار د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.
د جمهوریت پرمهال د ښځو چارو وزارت ویانده، رویا سادات چې اوسمهال د آسټرالیا په برزبن ښار کې ژوند کوي وايي، افغانستان د ښځو او انجونو لپاره په "یوه سرخلاصي زندان" بدل شوی دی.

هغه وايي: "طالبان د ۲۱مې پېړۍ جاهلان دي. د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره داسې تاوتریخوالی او ظلم نه ترسره کېږي."
"طالبان په مختلفو پلمو له ښځو سره تاوتریخوالی ترسره کوي، په دې پلمه چې تاسو ولې حجاب نه مراعتوئ."
"موږ په پرله پسې ډول خپل غږ پورته کړی، کانبرا ته لاړو او له چارواکو او وزیرانو سره مو ولیدل، خو نه پوهیږو چې ولې زموږ د مرستې او ملاتړ غږ نه اورېدل کېږي."
په آسټرالیا کې د افغانستان د سفیر، وحیدالله ویسي په وینا د مناسب حجاب نه اغوستلو له امله د انجونو نیول "د بشري حقونو یوه ژوره سرغړونه ده" چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په آزادۍ کې د پام وړ کمښت په ګوته کوي.
هغه وايي: "د سخت اقتصادي بحران په ترڅ کې، افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هیواد دی چې نیمایي نفوس یې یواځې د جنسیت پر بنسټ بې برخې دی."
"دا ډول تبعیضي کړنې د توکمپالنې سیسټم په توګه ګڼل کیږي او د بشریت په وړاندې یو جرم دی چې په هیواد کې د ټولنیزې او جنسیتي برابرۍ د پام وړ تخریب منعکس کوي."
هغه ټینګار کوي چې د آسټرالیا په ګډون نړیواله ټولنه باید په څرګنده توګه دغه کړنې وغندي او په ناحقه د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړي.
هغه زیاتوي: " افغان میرمنو او نجونو سره د مرستې لپاره نړیوال سازمانونه او ټولنې باید ډیپلوماټیک فشار ته دوام ورکړي، هدفي بشري مرستې چمتو کړي او له باوري نادولتي موسسو سره همکاري وکړي ترڅو د ملاتړ خدمتونه وړاندې کړي."
په سیډني کې مېشته د افغان مېرمنو د حقونو فعاله، مریم زاهد پوپل وايي په داسې حال کې چې افغان میرمنې له اقتصادي او ټولنیز پلوه له منځه ځي، افغان آسټرالیایان باید یواځې انتظار او خبرې ونکړي.
هغه وايي: "په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د ښځو د راتلونکې په اړه جدي اندېښنې شتون لري."
"د آسټرالیا د حکومت وتل د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د ملاتړ او خوندیتوب د نشتوالي له امله مایوسي راپارولې ده."

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو ته ویلي چې حکومت د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمن دی او تر ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پورې یې ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې افغانانو لپاره ځانګړې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ويلي چې افغان ښځې او انجونې د بشردوستانه ویزو په پروګرام کې لومړیتوب لري.
د طالبانو لخوا د مناسب حجاب نه اغوستلو په تور د انجونو د نیولو په اړه د آسټرالیا حکومت تر دې دمه کوم رسمي غبرګون ندی ښوولی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

