د زده کړو نړېواله ورځ: د زده کړو په برخه کې د افغان نجونو او ښځو نامعلوم برخلیک لاهم نه دی روښانه شوی

زنان در حال تماشای جشن نوروز ۱٣٩٥، مزار شریف، بلخ، افغانستان.

د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. Credit: Sam Anwari

افغانستان د نړۍ پرمخ یواځنۍ هېواد دی چې انجونې او ښځې پکې له ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي دي.


د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په سولې او پراختیا کې د زده کړو د مهم رول په پار، د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې.

له دغې ورځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې چې سږکال یونسکو ورته د تلپاتې سولې لپاره زده کړه، تر نامه لاندې شعار ورکړی لمانځل کیږي.

خو په افغانستان کې دا دویم کال دی چې دغه ورځ په داسې حال کې راځي چې له ۸۰۰ سوو زیاتي ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د انجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او ۳۶۵ ورځې کیږي انجونې نه پرېښودل کیږي چې پوهنتونو ته لاړې شي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، طالب چارواکو په وار وار ویلي، په داسې طرحې کار کوي چې له مخې يې نجونو ته اجازه ورکړل شي چې د اسلامي شرایطو په پام کې نیولو سره ښوونځیو او پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته داوم ورکړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now