دوه ورځې وړاندې د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې د مشر تابه لپاره ټاکنې ترسره شوې.
د ټاکنو پایلې ښايي چې د يادې ټولنې پخوانی مشر محمد نادر اعظمي د ۷۴۸ رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د نیو ساوت وېلز ایالت د افغانانو د ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو. همدا راز فرید سلطاني د ۷۲۵ رایو په ترلاسه کولو د دغې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
په دغو ټاکنو کې منصور منصوری د سرکتر، شمس واسع د مالي چارو ، قدسیه صدیقي د تعلمي چارو، ماریا عطايي د ښځو چارو او ولید پوپلزی د ځوانانو د چارو د مسئول په توګه ټاکل شوی دی.

د ټاکنو پرمهال له خلکو څخه د اساسنامې د رد او تائید لپاره هم ټولپوښتنه شوی وه چې اکثریت ګډونوالو لخوا تائید شوې ده. د ټولپوښتنې پرمهال ۸۲۵ کسانو اساسنامه تائید کړې او د ۲۲۴ کسانو لخوا ورته د رد رایه ورکړی شوې.
د وروستیو ټاکنو او ټولپوښتنې په اړه مو د نیو ساوت وېلز د افغانانو د ټولنې له مشر ښاغلي محمد نادر اعظمي سره مرکه ترسره کړې. د مرکې د اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ د سپیکر تڼۍ کېکاږئ.





