د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

Malnutrition crisis escalates in Afghanistan says Red Cross and Red Crescent

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي Source: EPA / QUDRATULLAH RAZWAN/EPA

د افغانستان د وروستیو پېښو په اړه مهم معلومات په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ.


مهم خبرونه:
  • د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به کابو ۳ نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
  • د طالبانو حکومت د ۲۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د برښنا تولید او لېږد قراردادونه لاسلیک کړي.
  • د طالبانو مشرتابه له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
  • د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له فیفا غوښتي چې نړیوالو سیالیو ته د افغان ښځينه فوټبالرانو بېرته ستنېدو ته زمېنه برابره کړي.
 د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.


د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به کابو ۳ نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اوسمهال ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې د درملنې او تغذیې بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د حیاتي مرستو د ساتلو لپاره د ۵۵۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له لسو څخه اته کورنۍ د کافي خوړو برابرولو توان نلري او له څلورو څخه درې کورنۍ باید د اساسي خوړو د اخیستلو لپاره پور واخلي.
د طالبانو حکومت د ۲۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د برښنا تولید او لېږد قراردادونه لاسلیک کړي.

د طالبانو حکومت د برښنا ریاست یاد تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د برېښنا په یادو پروژو کې ۸ د برښنا د تولید او دوه پروژې هم د برښنا د مزو د تمدید دي.

د دغو پروژو ټولیز ظرفیت ۲۲۸.۴۵ میګاوټه دی چې د افغانستان په څلورو زونونو او ۷ ولایتونو کې به پلي شي.
د طالبانو مشرتابه له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

د طالبانو مشرتابه دغه غوښتنه په خپل اختریز پیغام کې کړې او له هېوادونو يې غوښتي چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوي وکړي. د طالبانو مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ پر بنسټ د اړیکو غوښتنه کړې.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې له محکمو غوښتي چې حدود پلي کړي، ځکه په وینا يې دا د دوی د قربانیو ستره موخه وه.

هغه ښونیزې ادارې مکلفې کړي او له دغو ادارو يې غوښتي چې ښوونیز نصاب دې له شریعت سره سم جوړ کړي.

د طالبانو د مشرتابه په اختریز پیغام کې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو په اړه څه نه دي ویل شوي .
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له فیفا غوښتي چې نړیوالو سیالیو ته د افغان ښځينه فوټبالرانو بېرته ستنېدو ته زمېنه برابره کړي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو دغه غوښتنه د یو راپور په خپرولو سره کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم په بهر کې د افغانستان د ښځېنه فوټبال ټیم د رسمیت پيژندنې غوښتنه کړې او د دې غوښتنې ملاتړ يې کړی چې دا لوبغاړې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د یادونې ده چې دغه غوښتنه د دوه زره شپږ ویشتم کال د اسیايي اتلولۍ د مقدماتي لوبو د بچې اچونې په درشل کې شوې ده.

ددې لوبو له لارې لوبډلې، د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته لار پیدا کوي.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service