په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراختیا په اړه د ډله ییزو امنیت سازمان وېره څومره پرځای ده؟

AFGHANISTAN EXPLOSION

Taliban stand guard at the scene of a bomb blast outside the Afghan foreign ministry in Kabul, Afghanistan, 11 January 2023. Source: EPA / STRINGER/EPA/AAP Image

افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د پراختیا په اړه د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا اندېښنې زیاتې شوې دي.


په تازه مورد کې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په زیاتیدو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د دې هېواد له پولو څخه د دې تړون غړو هېوادونو ته د تروریستي ډلو د نفوذ وېره شته.

ددغه سازمان سرمنشي ایمان قلی تاسما چې د مارچ په ۳۱ مه مسکو کې د ډله ییز امنیت سازمان د لوړو پوړو چارواکو غونډې ته خبرې کولې وویل، د بېلابېلو تروریستي ډلو تر څنګ هغه وسله وال چې د مخدره موادو په ناقانونه تولید او قاچاق کې لاس لري؛ په افغانستان کې د پیاوړې کېدو په حال کې دي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو تر دې وړاندې هم په خپله غونډه کې د افغانستان راون وضعیت ته اندېښنه ښودلې وه او له دې هېواد سره يې د خپلو پولو د امنیت د لا ټینګیدو لپاره د تیاریو خبر ورکړی و.

د دې ترڅنګ له هغه وخت راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړی په سیمه کې ځینو نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتېدو په اړه خپلې اندېښنې روښانه کړي.

له دې ډلې هند او پاکستان ویلي، افغانستان کې بهرني ترهګر شته چې اوس وخت کې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

دا چې د افغانستان وضعیت ته په کتو د ترهګرو ډلو په اړه د سیمې او کاونډیو هېوادونو دغه ډول اندېښنې څومره پر ځاي دي د چارو یو شمېر شنونکي يې په اړه بیلابیل لید لوري لري.

له دې ډلې د چارو ځیني شنونکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په اړه د سیمې او کاونډیو هېوادونو دغه ډول اندېښنې پر ځاي بولي اما ددغو اندېښو پړه پر امریکا اچوي.

تاسو ته مو افغانستان کې ميشتو شنونکو نظرونه راخيستي چې د هغوی نظرونه پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now