په افغانستان کې د لوړو زده کړو درلودنکي یو شمېر ځوانان له بې کارۍ شکایت کوي

Kabul University students

Kabul University students Credit: Fardin Waezi, UNAMA

په افغانستان کې یو شمېر لوستي کسان وايي، چې د طالبانو د بیاځلې واکمنیدو وروسته يې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي.


 په دغه ډله کې چې ډیري هغه تر لیسانس او ماسټري لوړې زده کړې لري اوس له بې کارۍ شکایت کوي او وايي، چې د خپلو کورنیو مصارف نشي پوره کولي.

د نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې د افغانستان یوه لویه برخه کاري ځواک چې د تیر جمهوري نظام پر مهال په دندو بوخت ول په وروستیو دوه کلونو کې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي.

وسیم تلاش چې د ژونالیزم په برخه کې يې تر لیسانس کچې زده کړې کړي او له بېلابیلو رسنیو سره لس کلنه کاري تجربه هم لري له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په واکمنۍ سره له دندې ګوښه شوی او له امله يې اوس له ډیرو ستونزو سره مخ دی.

نوموړي وویل، بې کارۍ يې په ژوند منفي اغېزه کړې او له روحي او اقتصادي پلو هم په ستونزو کې راګیر دی.

ښاغلي تلاش وویل، که څه هم تمه يې دا و چې د نوې نظام له راتګ سره به ځوانانو په تېره لوستو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي خو برعکس له دوی ځینې کاري فرصتونه اخیستل شوي دي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم وزګارتیا یوه لویه ستونزه وه خو د طالبانو له واکمنیدو سره دغه کچه لوړه شوې.

هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د طالبانو حکومت نظر له ځانه سره ولرو خو بریالي نشو.

اما له دې وړاندې د دې دلې ویاندوینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د پخواني حکومت ټول ځوانه کادرونه اوس هم د دوی په حکومت کې په دندو بوخت دي.

لا نورو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.

——————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې

 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now