مهم ټکي
- د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ وویل، چې راون کال به افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیون افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.
- د طالبانو د کابینې ځینې لوړ پوړو چارواکو تېره اوونۍ په پرلاپسې توګه په مستقیم او غیر مستقیم ډول پر خپل مشرتابه ملاهبیت الله اخندزاده نیوکې وکړي.
- د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نامه یوه سیمه ییز سازمان تېره اوونۍ وویل چې داعش ډلې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه ۴ زره وسله وال ځای پرځای کړي دي.
- چین او ایران تېره اوونۍ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په کار او زده کړو بندیزونه لغو کړي.




