د کابل ښار اوسیدونکي: په ۲۴ ساعتونو کې یواځې یو ساعت برېښنا لرو

_128265365_kabul1246152535.jpg

Credit: Getty images

له تېرو دریو اوونیو راپدیخوا په افغانستان کې برېښنا نشته او پلازمینه کابل په تیارو کې ډوب دی.


د طالبانو سرپرست حکومت د راونې جنوري میاشتې په لومړیو کې له ازبیکستان او تاجیکستان هېوادونو سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک کړه خو ددغه تړون د لاسلیک کېدو وروسته دا درېمه اوونۍ ده چې ازبکستان افغانستان ته خپله ورادېدونکې برېښنا د نامعلومو دلایلو له امله پرې کړې.

ظاهرا له هغې ورځې راهیسې چې ازبکستان د تخنیکي ستونزې له امله پرافغانستان برېښنا قطعه کړې د ددغه هېواد یو شمېر لوی ښارونه په تېره پلازمېنه کابل ښار په تیارو کې ډوب دی.

افغانستان ته د ازبیکستان د وارداتي برېښنا تر قطعه کېدو وروسته کابل مېشت ښاریان په ۲۴ ساعتونو کې تر یوه ساعته برښنا هم نلري.

دې چارې په دې سوړ ژمي کې د کابل ښاریانو ژوند تریخ کړی او هم يې د روغتونونو په ګډون ګڼ د خدماتي سکټورنو چارې ټګنۍ کړ دي.

د کابل ښار اوسیدونکي عبدالقدوس اس بي اس راډیو ته وویل، چې د برېښنا دومداره پرچاوۍ يې ورځنی ژوند اغېزمن کړي دي.

هغه وویل، په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوۍ په بې مخېنه توګه زیاتې شوې دي او په وینا يې له تېرو دریو اوونیو راپدیخوا په هرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ساعت یا له یو ساعت کمه برېښنا لري .

عبدالقدوس زیاته کړه، له یوې خوا هوا سړه ده او له بلې خوا د لرګو او زغالو د پیرلو توان نلري او همدا يې لامل دی چې د برېښنا پرچاوۍ يې ژوند سخت کړی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه ناسته کې وویل چې ازبکستان پر افغانستان برېښنا پرې کړې ده او له ازبکستان هېواد ځینې يې وغوښتل چې په دې سوړ ژمي کې افغانستان ته د برېښنا د ورکړې په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

خو د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې بیا د کابل برېښنا رییس مولوي حکمت الله اخندزاده اس بي اس راډیو ته په یوه تصویري پیغام کې وویل، چې ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله په کابل او نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

پدې اړه بشپړ رپوټ واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now