پاکستان کې خبريالانو ته د بشر حقونو پيښو پوښښ برخه کې معلوماتي غونډه جوړه شوې وه.
ياده غونډه کې خبريالان د بشري حقونو مسايلو ته پوښښ ورکولو پر ارزښت خبرې وشوې.
پاکستان کې د رسنيو ډيره کې پوښښ سياسي مسايل وي چې لدې سره خبريالان ټولنيز مسايل له پامه غورځوي.
پاکستان له نړيوالو ادارو سره هم تړونونه لاسليک کړي ترڅو بشري حقونو برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.
خيبرپښتونخوا خبريالانو ته سياسي مسايلو باندې رپوټ جوړولو ته ډير ارزښت ورکول کيږي او همدا وجه ده چې خبريالان ټولنيز مسايلو ته پوښښ نه ورکوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له خبريالانو سره خبرې کړي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.



