افغانانو لپاره د بشري ويزو پروګرام وروستی حال

Thousands of Afghans have worked as interpreters, security guards and contractual workers for the US and NATO forces in Afghanistan over the years. Hund

An Afghan contractor holds a placard during a protest to demand security after the withdrawal of NATO soldiers. Source: EPA

اسټراليا ته زرګونو افغان کډوالو راتګ وروسته دا پروسه او ورو شوې او زرګونه نور ندي توانيدلي له اسټراليايي ويزو سره له افغانستان څخه بهر شي.


د روان کال اګست مياشت وروسته کله چې طالبان واک ته ورسيدل زرګونه افغانان اړ شول ترڅو خپل هيواد پريږي او نورو ځايونو کې پناه واخلي.

اسټراليا هم د زرګونو افغانانو په ويستلو کې بريالی شو ولې بيا يو ډير شمير د اسټراليا له ويزو سره په افغانستان کې پاتې شول او د سفر کولو چانس يې ترلاسه نه کړ.

د اسټراليا حکومت هر کال له بهر څخه خپل کډوالۍ پروګرام لاندې شاوخوا ۱۳۰۰۰ کډوال قبلوي او روان کال يې له همدې پروګرام څخه ۳۰۰۰ ويزې افغان کډوالو ته ځانګړې کړې.

دوه اونۍ وړاندې د اسټراليا حکومت لخوا خپاره شوو شميرو له مخه ويل شوي ول چې د اسټراليا بشري ويزو لپاره له ۱۵۰ زرو څخه ډير کسانو غوښتنليک سپارلی.

بيا هم دوو اونيو وړاندې خپرو شوو شميرو له مخه اګست مياشت راهيسې ۵۶۳۶ افغانانو ته د کډوالۍ ويزې ورکول شوي او يوازې ۳۵۶۸ توانيدلي اسټراليا ته راشي او باقي نور اسټراليا ته ندي راغلي.

د اسټراليا حکومت وروستي اعلان له مخه ټولو هغو کسانو چې د بشري بيړنۍ ويزې ورکړل شوي او اسټراليا ته په راتګ ندي توانيدلي نو د هغوی ويزو مودې ختميدل نه تمديد کيږي بلکې يوازې د هغو کسانو کيږي چا چې له اسټراليا حکومت سره په افغانستان کې کار کړی وي.

اسټراليا کې ميشت حقوقي چارو کار پوه او وکيل نظير داور د مهاجرت برخې وروسته معلومات له يوې مرکې له لارې شريک کړي چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now