مهم ټکي:
- سلامي هېوادونو له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړه.
- د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان فوق العاده غونډه د یکشنبې پر ورځ د ډسمبر پر ۱۹ د پاکستان په بلنې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوه.
- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د خبرو په غبرګون کې ویلي، چې دا هېواد دې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان په استازولۍ خبرې نه کوي.
- د افغانستان په اړه د هند او منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو دریمه ناسته د یوې بیانیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځې پای ته ورسېده.
- د افغانستان په ختيځو سيمې کې د پاکستان راکټي بريدونه دوام لري.
- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته، چې د نجونو د زده کړو په اړه حساسیت یې د پښتون – افغان کولتور برخه ګڼلې، توند غبرګون ښودلی.
- د امریکا کانګرس په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور او ماتې د څېړلو لپاره یو کمیسیون ټاکلی.
- د افغانستان مالیې وزارت وايي ازبیکستان ژمنه کړې ده چې د ازبیکستان- افغانستان - پاکستان د رېل پټلۍ د جوړولو کار به په پسرلي کې پيل شي.
- افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه.





