اسټراليا کې ميشتو کډوالو او پناه غوښتونکو ته لوی خبر

Migrants Continue To Arrive On Greek Island Of Lesbos

Refugees arriving to the island of Lesbos fall out of a boat as it capsizes coming from Turkey in Lesbos, Greece. Source: Getty Images Europe

د اسټراليا ملي رسنۍ لاس ته داسې اسناد ورغلي په کوم کې چې د اسټراليا د کابيني تيرو لسو کلونو ناستو خبرې ليکل شوي.


د ABC شبکې رپوټ له مخه په افشا شوو اسنادو کې يادې شبکې داسې اسناد موندلې په کوم کې چې ليکل شوي چې د اسټراليا مهاجرت پخواني وزير سکاټ موريسن خپل وزارت دوران کې له اسټراليا استخباراتو ادارې څخه غوښتي چې د پناه غوښتونکو امنيتي چک يا پروسه دې ورو کړي ترڅو د پناه غوښتونکو کيسونه شاته پاتې شي او نوي قانون لاندي برابر شي او د اسټراليا دايمي وزيزه ترلاسه نه کړي.

اسټراليا کې د زرګونو په شمير پناه غوښتونکي هغه مهال د اسټراليا دايمي ويزو نه ترلاسه کولو سره مخ شول کله چې ددوی کيسونو طی مراحل نه وو شوی او حکومت نوی قانون رامينځته کړ چې له مخه يې پناه غوښتونکي چې بيړيو له لارې اسټراليا ته راغلي هغوی ونشي کولی چې د اسټراليا دايمي ويزې واخلي.

دا پناه غوښتونکو او کډوالو حق کې يوه ستره پريکړه ده ولې اوس سوال دا پيدا کيږي چې ايا د اسټراليا استخباراتو ادارې د مهاجرت وزير دا غوښتنه منلې او که نه. که چيرې دا غوښتنه يې منلې وي نو بيا ډيري پناه غوښتونکي کولی شي چې حقوقي مرستې ترلاسه کړي.

د يادې مهمې مسلې لا ډير سپيناوي لپاره مو اسټراليا سيدني ښار کې ميشت وکيل او هم د حقوقي چارو کارپوه ښاغلي ډاکټر نظير داور سره مرکه کړې چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service