ChatGPT هغه نوې مصنوعي ټکنالوژۍ باندې ولاړ يو زيرکه اله ده چې نړۍ يې حيرانه کړې, ځکه دا اله د معلوماتو سربيره چې خلک يې ځان لپاره کاروي په ډيره کې زده کوونکو لخوا کورني کار يا لويو مقالو ليکلو لپاره هم کارول کيږي.
لږترلږه د آسټرالیا پنځه ایالتونو په عامه ښوونځیو کې د ChatGPT په څیر د وسیلو کارول منع کړي ترڅو د درغلۍ او غلا احتمال محدود کړي
ChatGPT څه شئ دی؟
دا مصنوعي ذهانت - یا AI - د خلکو د ورځني ژوند په ځينو برخو کې انقلابي بدلونونه راوړئ.
او یو له دغو برخو څخه ښوونه او روزنه شامله ده، چې دواړه ښوونکي او زده کونکي د ګټو او زیانونو سره لاس او ګریوان دي.
یو مصنوعي اله چې د ChatGPT په نوم یادیږي د ډیرو زده کونکو لخوا کارول کیږي.
دا اله د ۲۰۲۲ کال نوموبر مياشت څخه په فعاليت پيل کړی او دا مهال د نړۍ د خبرونو سر ټکي جوړوي.
دا کاروونکو ته اجازه ورکوي چې ليکلو له لارې له يادې ځيرکې الې سره خبرې وکړي او کسانو په غوښتنه هغوی ته ليکلي مشورې ورکوي او هم هر هغه څه چې ترې وغوښتل شي سمدستي په ليکلي شکل يې وړاندې کوي.
يادې ځيرکې ټکنالوژی په اړه لا ډير پوه شئ او پاس تڼۍ کليکاږلو سره بشپړ رپوټ واورئ.




