په افغانستان کې سږکال د مارچ اتمه د ښځو نړیوال ورځ د دویم ځل لپاره داسې وخت کې راځي چې په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت له لوري افغان میرمنې له ډېرو ټولنیزو فعالیتونه ګرځول شوي دي.
د ځینو افغان میرمنو په خبره، د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له پرځیدو وروسته، او د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو خپل اساسي حقوق له لاسه ورکړي دي.
د کار کولو، سیاسي او ټولنیز ګډون حق، د زده کړو او په ازاد توګه د ګرځېدو حق له هغو مواردو دي، چې د طالبانو لخوا پر ښځو جدي قیودات وضع شوي دي.
د مارچ له اتمې سره هم مهال یو شمېر افغان میرمنې او نجونې وايي، په تېر جمهوري نظام کې افغان میرمنو کومه نسبې ازادي چې درلوده د طالبانو له راتګ وروسته يې له لاسه ورکړې ده.
لیمه سپیڅلې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال او د طالبانو بیاځلې راتګ سره په یوه خصوصي ټلویزیون کې دنده درلوده د طالبانو له لوري د وروستیو محدویتونو له امله، له خپلې دندې لاس په سر شوې او اوس په کور ناسته ده.
هغه اوس بې برخلېکه ده او د نورو زرګونو ښځو په ګډون يې هیلې له منځه تللې دي.
هغې له اس بې اس راډیو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو واکمني د تېر جمهوري نظام له حکومت سره د پرتلې وړ نه ده ځکه په وینا يې افغان میرمنو د تېر جمهوري نظام پر مهال ټول هغه اساسي حقوق چې اسلام ورکړي ول لکه د کار، زده کړو او ازاد ژوند حقونه درلودل اما د طالبانو په واکمنۍ کې يې خپل دغه اساسي حقوق له لاسه ورکړي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان میرمنو ترڅنګ دې ودریږي او د هغوي اساسي حقونو په بېرته اخېستلو کې ورسره مرسته وکړي، بله خوا نړیوالې تولنې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرایط ایښې دي، چې یو له هغو همدا د ښخو او نجونو د حقونو مراعتول دي.
د ښځو حقونو نړيوالې ورځ ته مو افغانستان کې کتنه کړې او د ميرمنې غږونه مو تاسو ته راخيستي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې
ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




