مروه احمدزی د اسټراليا پلازمينه کنبيرا اوسيدونکې ده او په يوې افغانې کورنۍ کې زيږيدلې.
نوموړې د ياد ښار په يو روغتون کې د نسايي ولادي برخې ډاکټره ده او ليکوالي هم کوي.
اغلې احمدزی، په ګڼو ورځپاڼو کې خپل ژوند او هم کډوالۍ اړوند مسايلو باندې ليکني کړي او ترڅنګ يې ځينو سترو محفلونو کې لکه TEDx ويناوې هم کړي.
په کال ۲۰۲۱ کې نوموړې TEDx Canberra کې سلګونو کسانو ته خپل ژوند کيسه واوروله او ډيره وستايل شوه.
هر کال د جنوری په ۲۶ د اسټراليا حکومت ځينو کسانو ته خدمت او کړنو لپاره د ملکې اليزابت ستر مډال ورکوي او هغوی د اسټراليا ستر شخصيت نوموي.
دا ستره جايزه څلور کسانو ته ورکول کيږي: د اسټراليا د کال غوره شخص، مشر غوره شخص، ځوان غوره شخص او د اسټراليا اتل.
د اسټراليا پلازمينې کنبيرا څخه مروه احمدزی د اسټراليا تر ټولو غوره شخصيت (Australian of the Year) لپاره نومانده ده.
مروه احمدزی نه يوازې يوه پيژندل شوې ډاکټره بلکې د څو کلتوريزې ټولنې او تنوع يوه فعاله هم ده.

اغلې وايي د نورو کارونو ترڅنګ غواړم ژبې او کلتور باندې پوهې له مخه افغانستان کې روغتيا برخې سره کار او خدمت وکړم.
اسټراليا کې تر زيږيدو وروسته په پښتو ژبه روانې خبرې کولو تر شا راز د نوموړی له خپل پلار څخه د ژبې زده کړه ده.
نوموړې وايي، که ژبه او کلتور زده نه کړو له مونږ څخه شاته پاتې کيږي.
اس بي اس پښتو له مروo احمدزی سره بشپړه مرکه کړې چې لا نور ډير څه په مرکه کې اوريدلی شئ.





