د پاکستان لخوا جرګې غړو دا منلي چې له پښتون ژغورنۍ غورځنګ له غړو سره نا مناسبه چلند کيږي

Manzoor Pashteen addressing the crowd

Manzoor Pashteen addressing the crowd Source: PTM

.د پاکستان حکومت جرګې له پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره يو ځل بيا ناسته وکړه


د پاکستان لخوا جرګې له پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره ناسته وکړه او يادې جرګه کې حکومتي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وه.

د حکومت پلوه جرګې غړو د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره کراچې سترې غوندې څخه مخکې د ځورونې او نيونو په اړه انديښنه څرګنده کړې.

د حکومت لخوا جرګې غړو ويلي چې له پښتون ژغورنې سره زور زياتي موضوع به له پوځي چارواکو سره شريکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړي محسن داوړ ويلي چې سره لدې چې حکومتي ادارو ددوی د غورځنګ غړي ځورولي ده ولې بيا هم دوی له دوو ورځو وروسته خپل د غورځنګ له غړو سره مشوره کوي ترڅو داسې غړي جرګې ته وړاندې کړي کوم چې ټول پاکستان کې د پښتنو استازيتوب وکړي.

نور معلومات زمونږ د همکار اسلام ګل افريدي پدې رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now