د کانونو سکتور یواځې د پاکستان حکومت لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه نه ده بلکې په دغه سکتور کې په سلهاوو زره کسان په کارونو هم بوخت دي.
راپورونه ښيي چې د ډبرو سکرو په کانونو کې شاوخوا ۳۵۰ زره کسان کار کوي چې ډیری یې د خیبر پښتونخوا د شنګلې سیمې اوسیدونکي دي. هره مياشت د
دغې سيمې لسګونه اوسيدونكي د ډبرو سكرو په كانونو كي زيانمن كېږي خو بيا هم د شنګلې اوسيدونكي د مجبوريت له امله خپل ماشومانو كانونو ته د كار لپاره استوي.
په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افريدي په راپور واورئ
شریکول





