آسټرالیا شاوخوا ۸ زره ټاپوګانې، له ۱۰ زره څخه زیاتې سمندرغاړې او زرګونه نور د سیل ښکلي ځایونه لري. په دغه هېواد کې یو شمېر ښکلي ګلابي جهیلونه هم شتون لري.
په ټوله نړۍ کې د ګلابي اوبو جهیلونو شمېر ډېر کم دی، مګر ډیری ګلابي جهیلونه بیا په آسټرالیا کې موقعیت لري.
ځینې راپورونه ښيي چې په آسټرالیا کې د ګلابي جهیلونه شمېر له ۱۰ څخه زیات دی. په لویدیځې آسټرالیا کې د لېک هیلیر په نوم ګلابي جهیل تر ټولو ډېر مشهوره ده.
د لېک هیلیر د اوبو ډنډ د لویديځې آسټرالیا په میډل آیلنډ یا د میډل په نوم ټاپو کې موقعیت لري. یاد لوی ډنډ شاوخوا ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۲۵۰ متره عرض لري.
سره لدې چې د هیلیر جهیل په اوبو کې د مالګې فیصدي لوړه ده، په یادو اوبو کې خلک کولای شي ولامبي. مګر د لامبو لپاره خلکو ته پکار ده ترڅو د لویدیځې آسټرالیا د چاپیریال ساتنې له ادارې څخه اجازه ترلاسه کړي.
د هیلیر ډنډ، د ګلابي اوبو لیدلو لپاره بېلابېلې لارې شته، د بیلګې په توګه خلک کولای شي په الوتکه یا کښتۍ کې د مېډل تاپو ته ورشي او د هیلیر له ګلابي جهیل څخه لیدنه وکړي.
په لویډیځې آسټرالیا کې د ګلابي اوبو یو بل جهیل هم شته چې د پنک لېک (Pink Lake) په نوم یادېږي.
ډیری خلک فکر کوم چې پنک لېک او د هیلیر په نوم جهیل دواړه یو جهیل دی او دوه نومونه لري. مګر په اصل کې دواړه جلا جلا جهیلونه دي او په مختلفو سیمو کې موقعیت لري.
د دغه لوی ډنډ د اوبو رنګ د بدلون په حال کې ده او دغه کار بېلابېل لاملونه لري. د بېلګې په توګه له ګلابي جهیل سره نږدې د سړک او ریل پټلۍ د جوړیدو ساختماني کار د جهیل د اوبو پر رنګ منفي اغیز کړی دی او د اوبو ګلابي رنګ د کمېدو په حال کې ده.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






