مسلمانان په آسټرالیا کې اوږد تاریخ لري. ځینې تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل مسلمانان په ۱۷ پېړۍ کې آسټرالیا ته راغلي او په دغه وخت کې د سویل ختیځې اسیا مسلمانانو د آسټرالیا له بومیانو سره اړیکې او سوداګري درلوده.
د سویل ختیځې آسیا له مسلمانانو وروسته په ۱۹ پېړۍ کې لومړی ځل اوښبه افغانان آسټرالیا ته راغلي او د دوی له راتګ سره اسلام په آسټرالیا کې خپور شوی او لومړنی جومات هم په دغه هېواد کې افغانانو جوړ کړی .
د افغانانو له راتګ وروسته د هرکال په تېریدلو سره په آسټرالیا کې د مسلمانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، په ځانګړې توګه له ۱۹۶۰مو کلونو وروسته د لبنان او ترکیې په زرهاوو مسلمانان آسټرالیا ته کډوال شوي.
د لبنانیانو او ترکانو له کډوالۍ وروسته، د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې زرګونه نور مسلمانان له افغانستان، ایران، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي دي.
په آسټرالیا کې د مسلمانانو نفوس
په ۱۹۹۶م کال کې په آسټرالیا کې د مسلمانانو شمېر ۲۸۰ زره کسانو ته رسېده، خو په ۲۰۱۱ کال کې شاوخوا ۴۷۰ زره مسلمانان په آسټرالیا کې اوسېدل.
د اسټرالیا د احصایې ادارې امار ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۶۰۴ زره او په ۲۰۲۱ کال کې ۸۱۳ زره مسلمانانو په آسټرالیا کې استوګنه درلوده چې د دغه هېواد ۳.۲ سلنه نفوس کېږي.
د مسلمانانود عبادت ځایونه
په آسټرالیا کې د مسلمانانو د نفوس له زیاتوالي سره، د مسلمانانو د عبادت ځایونو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته، په دغه هېواد کې د لومړني جومات ترڅنګ د دغه هېواد په هر ایالت کې افغانانو لومړنی جومات جوړ کړی او تر هغې وروسته بیا د نورو مسلمانانو د ټولنو لخوا د آسټرالیا په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې عبادت ځایونه جوړ شوي.
څېړنې ښيي چې نن ورځ په آسټرالیا کې د مسلمانانو د عبادت ځایونو شمېر له ۳۰۰ څخه زیات دی چې په دې کې یو شمېر جوماتونه او ځینې هم داسې مرکزونه شامل دي چې یواځې د جمعه لمونځ په کې ترسره کېږي.
د اسټرالیا د چارلز سټرټ پوهنتون یوه څېړنه ښيي چې په نیوساوت ویلز ایالت کې ۸۲ جوماتونه جوړ شوي. ډیری جوماتونه د سیډني ښار په لویدیځو سیمو کې د مسلمانانو لخوا په وروستیو څو لسیزو کې جوړ شوي او اوسمهال هم د یو شمېر جوماتونو د جوړېدو چارې روانې دي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
د آسټرالیا هېنداره:

آسټرالیا هر کال ۷ سانتي متره د آسیا لویې وچې ته نږدې کېږي









