تزمانیا: د آسټرالیا ترټولو لویه ټاپو او کوچنی ایالت

Landscape view of turquoise blue waters of the Torrent Bay on a summer blue day overlooking the Torrent village.

تزمانیا د آسټرالیا تر ټولو کوچنی ایالت، مګر د دغه هېواد تر ټولو لویه ټاپو ده. Source: Moment RF / Kanwal Sandhu/Getty Images

آسټرالیا له ۸۰۰۰ څخه زیاتې ټاپوګانې لري او تزمانیا د دغه هیواد تر ټولو لویه ټاپو ده. په دغه پوډکاسټ کې مو د تزمانیا په اړه مهم معلومات راغونډ کړي دي.


د آسټرالیا هېواد ۸ زره او ۲۲۲ ښکلې ټاپوګانې لري چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې پرتې دي.

تزمانیا د آسټرالیا تر ټولو کوچنی ایالت، مګر د دغه هېواد تر ټولو لویه ټاپو ده. تزمانیا د آسټرالیا له اصلي وچې څخه ۲۴۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

تاریخ پوهان لیکلي چې زرګونه کاله وړاندې تزمانیا د آسټرالیا د اصلي وچې برخه وه، مګر د اوبو د کچې لوړوالي سره تزمانیا په یوې ټاپو بدله شوې ده.

لومړی ځل په ۱۶۴۲م کال کې د ابل تزمان په نوم یوه هالنډي دې ځای ته سفر کړی او له هغې وروسته په ۱۸۵۶م کال کې دې ټاپو ته د تزمانیا نوم ورکړل شوی دی.

د تزمانیا نفوس

تزمانیا د نفوس له پلوه هم تر ټولو کم نفوس لرونکی ایالت دی. د آسټرالیا د احصایې ادارې امار ښيي چې اوسمهال په دغه ایالت یا ټاپو کې شاوخوا ۵۷۱ زره کسان استوګنه لري.

د ۲۰۲۱ کال د سرشمېرنې امار ښيي چې د دغه ایالت شاوخوا ۱۵ سلنه اوسېدونکي له آسټرالیا څخه بهر پیدا شوي او ۵.۴ سلنه یې بومیان دي.

سیاحت یا ګرځندوی

تزمانیا د سیل او تفریح ښکلي ځایونه لري چې یو زیات شمېر یې د سیلانیانو لپاره ځانګړي شوي دي.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳ میلیونه سیلانیانو له یادې ټاپو یا ایالت څخه لیدنه کړې او د تزمانیا اقتصاد ته یې څه کم ۴ میلیارده ډالره ګټه رسولې ده.

تزمانیا د ښکلو ځایونو ترڅنګ پاکه هوا هم لري. د تزمانیا شمال لویدیځه برخه د نړۍ تر ټولو پاکه هوا لري.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now