استرالیا له هر وخت څخه اوس ډير څو کلتوريزه شوی او هم د بيلابيلو ټولنو خلک اسټراليا کې ژوند کوي. سوال دا پيدا کيږي چې که نوي مهاجر اسټراليا ته راځي نو دوی به انګليسي ژبه څنګه کاروي، ايا دوی خپل د ژبې کلمې لکه پښتو کلمې هم انګليسي ژبې ويلو وخت کې کاروي؟
اسټراليا کې ډيرې داسې ټولنې دي کوم چې انګليسي قاموس کې يې خپل مورنۍ ژبې کلمې ورګډې کړي ترڅو خپله ټولنه کې انګليسي ژبې ويلو سره د يو بل پر خبرو ښه پوه شي.
د اسټراليا وروستی سرشمیرنه ښیي چې نږدې نیمایي د اسټراليا د نفوس يا خو په بهر کې زیږیدلي او یا يې یو له والدينو څخه له اسټراليا څخه باهر زيږيدلي.
په 2016 کې، د آسترالیا په کورونو کې خلکو په شاوخؤا 300 ژبو خبرې کولې معنی داچې اسټراليا کې خلک پر ۳۰۰ څخه ډيرو ژبو خبرې کوي.
نو دا به زمونږ انګليسي ژبې ويلو په رقم څه اغيز ولري.
يادې موضوع ته مو کتنه کړې او تاسو ته مو په زړه پورې رپوټ برابر کړی چې دلته يي اوريدلی شئ.






