Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

نازيه اقبال اسټراليا ته راغلې او بيلابيلو ښارونو کې کنسرټونه وړاندې کوي

پښتو سندرغاړ نازه اقبال

پښتو سندرغاړې نازيه اقبال

نازيه اقبال لومړي ځل لپاره اسټراليا ته راغلی او کنسرټونه وړاندې کوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


نازيه اقبال لومړي ځل لپاره اسټراليا ته راغلی او کنسرټونه وړاندې کوي.


د پښتو نامتو سندرغاړې نازيه اقبال لومړي ځل لپاره اسټراليا ته په هنري سفر راغلې او بيلابيلو ښارونو کې کنسرټونه وړاندې کوي.

اغلې اقبال خپل هنري سفر له ۸ کلنۍ راهيسې پيل کړۍ او سلګونه پښتو، دري، اردو سندرې ويلي.

اس بي اس پښتو سره خبرو کې اغلې اقبال وويل، له افغان خاوند سره واده وروسته د هغې ماشومانو ته ښوونځيو کې داخلې نه ورکولو اړ کړه ترڅو خپل هيواد پريږدي او انګلستان کې ژوند وکړي.

Pashto concert.jpg
نازيه اقبال او دل اغا سرود

اغلې اقبال وايي، د نړۍ هر ګوډ کې پښتانه ورسره مينه کړې او د هنر ژوندي ساتلو کې يې مينه والو، کورنۍ او خاوند مهمه رول لوبولی.

نازيه اقبال اسټراليا ته د خان انټرټينمينت چې مشري يې عنايت خان احمدزی کوي دعوت شوې، او بيلابيلو ښارونو کې له دل اغا سرود سره په ګډه کنسرټونه ورکوي.

اسټراليا کې کنسرټونو ښارونو او ورځو په اړه لا ډير معلومات له اغلې نازيه اقبال سره بشپړه مرکه کې واورئ.

——————————————————-

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې

 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.

تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور

 یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now