اسټراليا ته له بهر څخه د والدينو راوستل نور هم ستونزمن شو

Parents

Parents Source: Supplied

.اسټراليا ته له بهر څخه د والدينو راوستل نور هم ستونزمن شو، ځکه چې حکومت د روان کال اپريل مياشت لومړۍ نيټې وروسته د والدينو راتګ شرايط نور هم سخت کړل


اسټراليا کې مهاجرت برخې کار کوونکي وايي چې اسټراليا کې مهاجر هغه وخت له حيرانتيا سره مخ شول کله چې دوی وموندله چې لدې وروسته چې که دوی خپل مور او پلار له بهر څخه اسټراليا ته راولي نو يو ډير رقم پيسې بايد ورکړي.

د اپريل مياشتې له پيل څخه حکومت هغه قانون کې بدلون راوست د کوم له مخه چې مهاجر يا کډوال له بهر څخه خپل مور او پلار اسټراليا ته راوړي.

حکومت اوس د والدينو اسټراليا ته راوړلو قيمت ډير لوړ کړی.

د اسټراليا يو بل سياسي ګوند ګرين بيا هڅه کې دی چې د حکومت دې نوي بدلون مخه ونيسي او حکومت اړ کړي چې خپله ياده پاليسې بيرته واخلي.

يادې موضوع په اړه بشپر رپوټ دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now