Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د نوي زیلنډ حکومت آسټرالیایانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو دغه هېواد ته سفر وکړي

NZ

د اکټوبر د میاشتې له ۱۶ نېټې څخه د نوي زیلنډ اوسیدونکي کولای شي ، د آسټرالیا نیو ساوت وېلز ایالت، شمالي او مرکزي سیمو ته له هېڅ محدودیت پرته سفر وکړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اکټوبر د میاشتې له ۱۶ نېټې څخه د نوي زیلنډ اوسیدونکي کولای شي ، د آسټرالیا نیو ساوت وېلز ایالت، شمالي او مرکزي سیمو ته له هېڅ محدودیت پرته سفر وکړي.


له تېرو څو میاشتو راهیسې د آسټرالیا او نوي زیلنډ ترمنځ پدې اړه خبرې روانې دي ترڅو د دواړو هېواونو اوسېدونکي وکولای شي له محدودیتونو پرته له یوه هېواد څخه بل هېواد ته سفر وکړي.

تېرو ورځ د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان کړی چې ډېر ژر به د نوي زیلنډ اوسېدونکي وکولای شي آسټرالیا ته د سیل لپاره سفر وکړي چې له دغه کار سره به د دغه هېواد د ګرځندوی صنعت ته ګټه ورسېږي.مګر د نوي زیلنډ حکومت ویلي ، آسټرالیایانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو دغه هېواد ته سفر وکړي. 

د آسټرالیا د حکومت له اعلان مخکې ، د نوي زیلند لومړۍ وزېرې ویلي و له قرنطین پرته به آسټرالیایایانو ته اجازه ورنکړي ترڅو نوي زیلنډ ته سفر وکړي.

مهرباني‌ وکړئ پدې اړه لا ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

اسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now