مهم ټکي
- د افغانستان د تېر نظام د پوځ یو جنرال سمیع سادات له امریکا غږ سره په مرګه کې تېره اوونۍ وویل چې د تېر نظام له یو شمېر لوړ پوړیو جنرالانو، افسرانو او سیاستوالو سره خبرې راونې دي او په خبره يې د مخکني افغان پوځ د بیا انسجام بهیربه ژر پیل کړي.
- هند او امریکا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې پرینږدي افغانستان بیا د ترهګرو روزنځای شي.
- د یوې تازه څیړنې پایلې ښودلې چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په لومړیو شپږو مېاشتو کې د تېرنظام ۴۹۰ پوځیان او کارکونکي وژلي او یا هم لادرکه شوي دي.
- د فرانسې د پارلمان لسګونو غړو په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر امانوئل مکرون څخه غوښتي چې د وسله والو طالبانو پر مشرانو بندیزونه ولګوي.
- د پای موضوع چې د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو بې اعتباره پاسپورت وګڼل شوو.
- د دې اوونۍ د پای موضوع هم دا چې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ يې خپور کړ وویل چې اوسنی حالت ویروونکی دی، که مخه يې ونه نیول شي د کال تر پایه به اقتصاد لاپسي خراب شي.



