د آسټرالیا او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ نن د هند په ممبئي ښار کې لوبه ترسره شي. د واړه لوبډلې هڅه کوي ترڅو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې د آسټرالیا لوبډلې تر دې دمه ۷ لوبې ترسره کړي او ۵ لوبې یې ګټلي دي، مګر نیمه پایلوبې ته د رسېدلو لپاره باید آسټرالیا له خپلو وروستیو دوو لوبو څخه یوه لوبه وګټي.
بل خوا افغانستان له خپلو ۷ لوبو څخه ۴ لوبې ګټلي دي او هڅه کوي ترڅو خپلې وروستۍ لوبې هم وګټي.
افغانستان او آسټرالیا تر دې وړاندې ۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي او آسټرالیا درې واړه لوبې ګټلي دي.
په داسې حال کې چې نن شپه د آسټرالیا او افغانستان ترمنځ لوبه ترسره کېږي، د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبدلې لوبغاړی نوین الحق او د کرېکټ یو شمېر مینه والو د آسټرالیا په کرېکټ بورد انتقاد کړی چې دوه ګونه چلند کوي.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د آسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله یې د افغانستان له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړي دي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورد له دغې پرېکړې وروسته، د افغانستان د کرېکټ یو شمېر لوبغاړو یاده پرېکړه وغوندله او د آسټرالیا له کرېکټ بورډ څخه یې وغوښتل ترڅو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
په آسټرالیا کې مېشت افغانان وايي، د نن شپې په لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې ملاتړ کوي او هیله لري ترڅو افغانستان د پاتې دوو لوبو په ګټلو سره د روان نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






