په کال ۲۰۱۴ ډسمبر مياشت پر ۱۶ نيټه شپږو وسلوالو پر پوځي ښوونځي بريد وکړ چې له امله يې ۱۴۸ کسان چې ډير زده کوونکي ول ووژل شول او ۱۱۴ نور ټپيان شول.
پلټنې وروسته بريدګرو له تحريک طالبان پاکستان سره اړيکې درلودې ولې تر اوسه ياد بريد سره په تړاو کوم کس ته سزا نده ورکړې.
د تحريک طالبان پاکستان پخوانی وياند احسان الله احسان تر نيول او بيا له بند څخه تښتيدو وروسته د قرباني شوو کورنيو غړو تند غبرګون او ژور خپګان څرګند کړ.
د قراباني شوو کورنيو غړي وايي، د تير بريد مجرمينو ته نه سزا ورکولو سره ويره لري چې کيدای شي داسې نور بريدونه هم وشي.
بله خوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره پر خبرو بوخت دی او قرباني شوو زده کوونکو کورنۍ له طالبانو سره د پاکستان د حکومت هر رنګه خبرې ردوي او وايي ددوی بچيانو قاتلانو سره دې خبرې ونشي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدی له پيښور څخه د قرباني شوو ماشومانو د کورنيو غړو غږونه راخيستې چې دا ټول په رپوټ کې اوريدلی شئ.





