اسټراليا کې يو پښتون او هزاره په ګډه د ( يو چتر) په نامه ټولنه جوړه کړه

One Umbrella Cultural and Art Association

Source: One Umbrella Cultural and Art Association

اسټراليا کې د يو چتر تر نامه لاندې يوه کلتوري ټولنه جوړه او لومړۍ غونډه يې له سلګونو افغانانو ګډون سره پر مخ واچوله.


د اسټراليا تر ټولو لوی ايالت نيو ساوت ويلز کې افغانانو د يو چتر ترنامه لاندې يوه کلتوري ټولنه جوړه کړه.

يادې ټولنې لومړي ځل لپاره د يو کلتوري غونډې جوړولو سره افغانان سره راټول او ځيني وتلي شخصيتونه ولمانځل شول.

دوه ځوانان راوي قاسمي له هزاره قوم او فواد نوابي له پښتون قوم سره په ګډه يوه ټول شموله ټولنه پرانيستله ترڅو نيو ساوت ويلز ايالت او هم ټول اسټراليا کې فرهنګي تشه ډکه کړي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې دواړو نوابي او قاسمي صاحبانو وويل، د نوې کلتوري ټولنې جوريدو مقصد افغانانو لپاره يو چتر جوړيدل دي ترڅو ټول افغانان يو کلتوري چتر لاندې سره راټول شي.

One Umbrella Cultural and Art Association
Source: One Umbrella Cultural and Art Association

تيره شنبه سيدني ښار کې د يو چتر (One Umbrella)  ټولنې د اسټراليا ملي ورځ ولمانځله او پکې د افغانستان د هر قوم سلګونو افغانانو ګډون کړی وه.

غونډه کې ګڼو سندرغاړو، د افغانستان سينما لوبغاړو، فرهنګي شخصيتونو او نورو هم ګډون کړی وه.

له دواړو ښاغليو راوي قاسمي او فواد نوابي سره مو مرکه کړې او لا ډير معلومات د هغوی په مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now