پر سيدني اوپرا هاوس د قمار اعلان تند غبرګونونه پارولي

An artist's impression of how the race advertising would look

This image provided by Racing NSW shows an artists impression of how horse race advertising will look on the Sydney Opera House. Source: Racing NSW

.اسټراليا کې سلګونو زرو کسانو لاسليک کړی او له حکومت څخٰه يې غوښتي چې د اسټراليا ملي سمبول اوپرا هاوس باندې دې تجارتي اعلانونه نه لګوي


د اسټراليا سيدني ښار کې د اويريس  په نامه د اسونو زغلولو يوه لويه سيالي کيږي کوم ته چې زرګونه مينه وال ليدو ته ورځي او ځيني يې بيا په نورو ځايو کې ټلويزيون له لارې ګوري.

.داسې ورته سيالۍ قمار وهلو باندې مشهوره وي چيرې چې ډير خلک پر اسونو پيسې لګوي ترڅو خپل بخت و ازمويي

.د اسونو يادې سيالۍ لپاره يو اعلان په پام کې نيول شوی چې پر اوپرا هاوس ولګول شي

.اوپرا هاوس د اسټراليا يو له نامتو او تاريخي ودانيو څخه ده د کوم له مخه چې د نړۍ خلک اسټراليا همدې ودانۍ له مخه پيژني

اوس پر حکومت فشارونه ډير شوي ترڅو پر يادې ودانۍ سوداګريز اعلانونه ونه لګوي ځکه ددوی په وينا دا ودانۍ تاريخي ارزښت لري او قمار ورته اعلانونه د يادې ودانۍ ارزښت له مينځه وړي.

.يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now