د پيښور او ننګرهار پوهنتونو د استادانو ناسته

Pak-Afghan academics Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto
د پاکستان پيښور ښار کې د پيښور پوهنتون په نوښت يوه غونډه جوړه شوه په کوم کې چې د پيښور پوهنتون استادانو او هم د ننګرهار پوهنتون استادانو په ګډون پاکستان ته د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال هم ګډون کړی وه. غونډې ته وينا کې چارواکو د دواړه هيوادو د وګړو ترمينځ پر ښو اړيکو ټينګار وکړ او دا يې هم وويل چې بايد سيمه کې داسې يوه پاليسي عملي شي د کوم له مخه چې ولسونه سره راټول شي نه داچې سره وويشل شي. زمونږ همکار يادې غوندې ته تللی وه او د چارواکو خبرې يې راخيستي چې پدې بشپړ رپوټ کې يې اوريدلی شئ.
شریکول