د پاک افغان دوستۍ د مسافر وړونکو بسونو خدمتونه یو ځل بیا پیلېږي

Pak Afghan Bus Service

Source: IG News

ټاکل شوې ترڅو د پاک افغان دوستي په نوم د مسافروړنکو بسونو خدمتونه په راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي ترڅو مسافر وکولای شي د کرښې له یوې خوا بلې خوا ته په آسانۍ سفر وکړي.


مهم ټکي:

  • د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ هم د پاک افغان دوستۍ د بسونو خدمتونو شتون درلود.
  • ټاکل شوې ترڅو ۴۰ بسونه، مسافر د کرښې له یوې غاړې څخه بلې غاړې ته انتقال کړي.
  • بسونه به مسافر له جلال آباد څخه پېښور ته او له پېښور څخه جلال آباد ته انتقالوي.
  • تر دې دمه افغان چارواکو پدې اړه څه ندي ویلي، مګر ویل کېږي چې طالب چارواکو دغه غوښتنه له پاکستان څخه کړې ده.

لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپورټ کې اورېدلی شئ. د رپوټ د اورېدلو لپاره د سپیکر تڼۍ ته فشار ورکړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now