طالبانو راتګ سره له پاکستان سره سوداګريزې ستونزې لا ډيرې شوي

Torkham

Torkham Source: Islam Gul Afridi

د ډيورند کرښې په اوږدو کې نا امني او لارو تړل د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولي.


د پاکستان پر پوځ د بريدونو ډيروالی او د ډيورند کرښې په اوږدو کې شخړو د پاکستان او افغانستان سوداګريزې راکړې ورکړې اغيز مني کړي.

پدې وروستيو کې د دواړو لوريو سوداګر شکايتونه کوي او شمالي وزيرستان سره تړلې انګور اډې لار بنديدل ستونزې لا ډيرې کړي.

د طالبانو راتګ سره هيلې ډيرې شوې وې او هم ډيره کې د فساد او رشوت مخه هم نيول شوې ولې د سوداګرو ستونزې ندي کمي شوي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګرۍ خونې مرستيال ضياالحق سرحدي وايي، اوسمهال د دواړو هيوادونو ترمينځ سوداګري د ميلياردو ډالرو څخه ميليونو ډالرو ته راښکته شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګرۍ موضوع ته مو کتنه کړې، نور جزيات د اسلام ګل افريدي په رپوټ کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now