د پاکستان حکومت او پشتون ژغورنې غورځنګ ترمينځ جرګه روانه مياشت کيږي

Manzoor Pashteen addressing rally in Lahore city of Pakistan

Manzoor Pashteen addressing rally in Lahore city of Pakistan Source: Khalid Mahmod

.د پاکستان حکومت لخوا ټاکل شوې جرګې مشران وايي چې د پشتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو څخه يې د جرګې لپاره مثبت ځواب ترلاسه کړی


د يادې جرګې يو مشر حاجي شاه جي ګل افريدي اسب بي اس پښتو راډيو سره خبرو پر مهال وويل چې د پشتون ژغورنې انديښنو ته به ځانګړې پام کوي او د پاکستان پوځ ملاتړ د حکومتي جرګې سره دی.

حکومت لخوا ټاکل شوې جرګې لورې ويلي چې شپاړسم د می مياشتې به له پشتون ژغورنې غورځنګ سره جرګه کوي.

د جرګې خبرې داسې مهال کيږي چې د پشتون ژغورنې غورځنک يوه ستره غونډه د می مياشت پر ديارلسمه نيټه کراچې کې ترسره کيږي ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني غړي کراچۍ کې نيول شوي او هم دوی له ځورونې سره مخ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د حکومت لخوا ټاکل شوې جرګې د ۱۶ می مياشتې د جرګې په اړه لا تر اوسه څرګندونې ندي کړي.

کراچۍ ښار کې د پشتون ژغورنې غورځنګ د غوندې ځای بدل شو ځکه د هغو په وينا حکومت ورته ټاکل شوي ځای کې د غونډې جوړولو مخه نيسي.

اسلام ګل افريدي د حکومت لخؤا ټاکل شوې جرګې کميټې له غړو او هم نورو قبايلي مشرانو سره خبرې کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now