د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۸ مه سهار د تورخم په سیمه کې د ځمکې ښویدنې له امله پراخه ویجاړي رامنځته شوه او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د غره ښویدنه په سیمه ییز شپې شاوخوا ۲ بجې شوې، چې په سیمه کې د تیرو څو ورځو راهیسې د سخت باران له امله رامنځ ته شوې.
پر دغې لار د شپې لخوا لوی او د سوداګریزو توکو لېږدونکي موټر تګ راتګ کوي چې تر ډېره پکې یو موټر چلونکی او کلېنډر وي.
ويل کيږي چې ياده پيښه کې له شلو ډير ګاډي تيږو او خاورې لاندې شوي، چې د ځينو عزيزان اوس هم په تمه دي چې ژغورنې ټيمونه يې عزيزن له خاورې لاندې څخه بهر کړي
د خځلو د پاکولو او د سړک د خلاصولو لپاره درانه ماشینونه راوړل شوي چې د غره ښویدنې له امله په بشپړ ډول بند شوي وو.
د مرګ ژوبلې کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده، خو راپورونه وايي، چې په دې پېښه کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپيان دي.
ځايي خلک د پاکستان حکومت لخوا په ياد غره کې د کان کيندنې کار له امله د يادې پيښې پړه پر پاکستان حکومت اچوي او وايي چې د غره بڼې بدليدو خطر په اړه دولتي چارواکو دوی ته خبر ندی ورکړی.
پدې اړه تاسو ته بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼ ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



