بارټر يا جنس په جسن کاروبار د ډيرې پخوا زمانې دود او سوداګرۍ دود دی چې په عصري سوداګرۍ کې دا عمل نړۍ کې په ډير کمه کچه تر سترګو کيږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، نوې تګلاره له لارې له روسيې او ايران څخه نفت او ګاز واردوي او په بدل کې يې پاکستان کې توليد شوي توکي ورکول کيږي.
افغان سوداګر بيا له داسې راکړې او ورکړې او سوداګرۍ څخه نا خوښ بريښي او تر دې دمه د طالبانو اسلامي امارت لخوا هم څرګند دريځ ندی رامينځته شوی.
د پاکستان کلدارې د دالرو پر وړاندې خپل ارزښت تر ټولو ټيتې کچې ته رسيدلی او يوازې تيره مياشت کلدارو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ۳۰ سلنه له لاسه ورکړی.
د پاکستان سوداګرۍ وزارت وايي، له ايران، روسيه او افغانستان سره جنس په جنس راکړه ورکړه د کلدارو ارزښت ډيريدو کې هم مرسته کوي.
پاکستان وايي د توکو وارداتو لپاره کافي اندازه ډالر نه لري او د جنس تبادلې سره پاکستان اقتصاد ته ډيره ګټه رسيږي.
د افغانستان او پاکستان سوداګر بيا وايي، که حکومتونه موافقه هم ورکړي د سوداګرۍ نوې تګلارې عملي کول ګران بريښي.
تاسو ته مو د چارواکو او هم سوداګرو خبرې راخيستي چې دا ټول پدې بشپړ رپوت کې اوريدلی شئ.



