پيښور کې د نرښځيو معاينې وروسته هغوی راجستر کيږي

Pakistan Punjabi Report

Transgenders in Lahore traffic Source: SBS Punjabi

پيښور کې د حکومت چارواکي وايي، د همجسلبازانو معاينې وروسته هغوی راجستر او وروسته ورسره مرستې کيږي


خيبر پښتونخوا کې د نرښځو حقونو لپاره د يوې نوي قانون رامينځته کيدو پر سر خبرې له کلونو روانې دي او چارواکي وايي نږدې راتلونکې کې دا قانون بشپړ او تصويب لپاره وړاندې کيږي.

چارواکي وايي د نرښځو طبي معاينې وروسته هغوی راجستر کوي ولې ډير شمير نرښځي بيا معاينه کيدو څخه په شا کيږي چې دا چارواکو لپاره ستونزه جوړه کړې.

پيښور کې د نرښځو شمير ډير شوی او دا مهال د نرښځو شمير ډير تر سترګو کيږي.

ناياب چې خپله نرښځی دی او د نرښځو حقونو لپاره کار کوي.

نوموړی د نرښځو طبي معاينې کولو مسله د هغوی ستونزو لا ډيريدو لامل يادوي.

داچې دا قانون څنګه او کله رامينځته کيږي پدې اړه اسلام ګل افريدي له پيښور څخه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now