پاکستان کې له دوه نيم زرو څخه ډيرو هنرمندانو حکومت ته مياشتنۍ تنخوا ترلاسه کولو لپاره فورمې ډکې کړي او لا اوس هم انتظار باسي ترڅو حکومت ورته لږه اندازه تنخوا ورکړي.
ولې هغه کميټه چې پاکستان کې هنرمندانو ته نوي پلان له مخه تنخوا ټاکي وايي چې دوی ته د زرګونو په شمير هنرمندانو فورمې سپارلي ولې دوی يوازې شاوخوا ۵۰۰ هنرمندانو ته تنخواوې ټاکي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له چارواکو او هم هنرمندانو سره خبرې کړي او بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.



