پاکستان کې بې ځايه شوي پښتانه د ژوند له نا خوالو سر ټکوي

IDP children waiting in the line to get food.

IDP children waiting in the line to get food. Source: UN-Sara Farid

د پاکستان طبعي افتو سره مبارزې اداره وايي چې ډير ژر به د هغو پښتنو بيرته کور ته ستنولو بهير پيل کړي کوم چې پاکستاني پوځ عملياتو له وجې يې کلونه راهيسې خپل کورنه پريښي.


پاکستاني پوځ ترهه ګرو خلاف عمليات په ۲۰۱۴ کال کې پيل کړل او لا اوس هم دا عمليات ځينو سيمو کې ځای ځای ترسره کيږي.

دې عملياتو د زرګونو په شمير پښتانه بې کوره کړي او د هغو کاروبارونه او کورونه ويجاړ شوي. بې کوره شوي پښتانه وايي چې ددوی شته ژوند هلته تباه شوی او اوس داسې هيڅ نه لري ترڅو هغې ته بيرته ورشي.

پاکستاني حکومت د مرستو ځيني پروګرامونه پر مخ اچولي ولې بې کوره شوي پښتانه وايي چې ددوی اصلي ستونزو ته رسيدنه نده شوې.

دا چې اوس پاکستاني حکومت وايي چې د بې ځايه شوو پښتنو بيرته ستنولو بهير پيلوي ولې لدې سره ځيني خوښ ندي.

اسلام ګل افريدي لې بې ځايه شوو کورنيو سره خبرې کړي او تاسو ته مو د هغو ستونزې راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service