د پاکستان اسلام آباد کې که څه هم اوس د پښتنو لانګ مارچ يا پرلت يوې مياشتې لپاره ځنډول شوی ولې د نړۍ ځينو هيوادو کې د ياد انقلابي خوځښت څخه پراخ ملاتړ وښودل شو.
پښتانه د تاريخ په اوږدو کې د بيلابيلو جګړو او پلانو قرباني شوي او ځيني لا دا وايي چي وژل کيږو هم مونږ او پړه هم پر مونږ اچول کيږي.
اسلام اباد پاکستان کې د پښتنو څو ورځې مظاهرې يا پرلت د پښتنو يووالي لپاره هم يوه ستره موقع وه او د بيلابيلو ګوندونو سره تړلو خلکو يوازې پښتون تر نامه لاندې خپل حق غوښتنې لپاره راوتلي ول.
لکه د نړۍ ځينو نورو هيوادو په څير اسټراليا کې هم د لر او بر پښتنو ځوانانو غږ يو وه او له يو بل سره يې اوږه په اوږه د پښتونو حق لپاره غږ پورته کړ.
که څه هم اسټراليا کې له يادې مظاهرې څو ورځې تيرې شوي ولې پدې رپوټ کې به دا واورئ چې اسټراليا کې د لر او بر پښتانه څنګه سره راټول شول او غوښتنې يې څه وې.
عبيدالله مهک په سيمه کې وه او مرکې يې کړي.



