اوکرايين جګړه کې د بند پاتې شوو پښتنو خبرې واورئ

War in Ukraine. Bucha after attack.

War in Ukraine. Bucha after attack. Source: Getty Images

اوکرايين باندې د روسيې له بريد څخه ۱۳ ورځې تيريږي او لا اوس هم ډيرو سيمو کې جګړه روانه ده او خلک په خپلو سيمو کې بند پاتې دي. اوکرايين کې ګڼ شمير پښتانه هم ژوند کوي چې ځيني يې زده کړې لپاره تللي او بيا ځيني نور يې د کډوالو په توګه ياد هيواد کې ميشت شوي.


روسيې لخوا پر اوکرايين بريد څخه نږدې دوه اونۍ تيريږي او په همدې موده کې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې ملکي کسان هم شامله دي.

پر اوکرايين د روسيې يرغل سره سم نږدې ۱ ميليون کسان په تيښته بريالي شوي او اوروپايي هيوادونو ته يې پناه وړې ولې د نورو اوکرايين وګړو ترڅنګ ځيني پښتانه لا اوس هم جګړو سيمو کې بند پاتې دي او سفر نشي کولی.

د اس بي اس پښتو خبريال اسلام ګل افريدي په اوکراين کې له بند پاتې شوو پښتنو سره خبرې کړي او د هغوی حال يې معلوم کړی.

شهاب لواړګي سيمې څخه دی او اوکرايين کې سبق وايي، نوموړی له خپلو ځينو نورو پښتنو ملګرو سره پر خپل لږښت پولنډ هيواد لور ته روان دي.

عبدالرحمن يو افغان زده کوونکي دی چې د اوکرايين ترنوپل ښار کې ژوند کوي او نوموری هم له ځينو نورو افغانانو سره پولنډ لور ته روان دی.

ښاغلی وايي، د اوربند سره سم هڅه کوي ترڅو له خپل ښار څخه بهر شي او نورو اوروپايي هيوادونو ته کډه شي. د ښاغلي په وينا تر اوسه افغان سفارت هم لدوی سره مرسته نده کړې.

ډير افغان کدوال په اوديسا ښار کې چې د جګړې مرکز دی ميشت دي او د مخابراتو ستونزو له امله له هغوی سره اړيکه نشي نيول کيدلی.

افغان او پاکستاني زده کوونکي له خپلو سفارتونو او هيوادونو نه ملاتړ څخه انديښمن دي او وايي د نورو هيوادونو سفارتونو هوا له لارې خپل وګړي له جګرې پيليدو څخه مخکې وويستل.

د اسلام ګل افريدي بشپړ رپوټ واورئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now