'د مختلفو کلتورونو د خلکو ګډ کور': په آسټرالیا کې خلک په شاخوا ۲۵۰ ژبو خبرې کوي

Australia is a country build on Immigration

Australia is a country build on Immigration Source: Shutterstock

آیا تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست یا هم غواړئ ترڅو د دغه هېواد په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ؟ د آسټرالیا پېژندنې لړۍ معلوماتي راپورونه له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د دغه هېواد په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.


ژبه د پوهولو او راپوهولو یوه وسیله ده ترڅو په ټولنه کې انسانان وکولای شي خپل پیغام نورو ته ورسوي او دنورو  په خبرو پوه شي.

 نن ورځ په ټوله نړۍ کې نږدې ۸ میلیارده کسان ژوند کوي چې په شاوخوا ۷۰۰۰ بېلابېلو ژبو له یو بل سره خبرې کوي. په دغه ډله کې یو شمېر داسې ژبې شته چې په سلهاو میلیونه کسان پرې خبرې کوي لکه،  مندرین ، انګلیسي، هندي، عربي، هسپانیوي او روسي ژبه، مګر داسې ژبې هم په لیست کې لیدل کېږي چې له ۳۰ کم کسان پرې خبرې کوي لکه راما او ټوشیرو ژبې.

خپاره شوي آمار ښيي چې نن ورځ‌ شاوخوا ۳۸ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په پښتو ژبه خبرې کوي. پښتو د نړۍ د هغو لسو ژبو په ډله کې نه لیدل کېږي چې د نړۍ ترټولو زیات خلک پرې خبرې کوي خو د هغو سلو ژبو په لیست کې یې نوم لیدل کېږي‌ چې نن ورځ په نړۍ کې ډیر خلک پرې خبرې کوي.

لکه څرنګه چې په افغانستان کې خلک په پښتو، دري، اوزبکي او یو شمېر نورو ژبو له یوه بل سره اړیکي نیسي په همدې ډول د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خلک په مختلفو ژبو خبرې کوي.

هغه افغانان چې په آسټرالیا کې ژوند کوي او یا هم د دغه هېواد په اړه مالومات لري پدې خبره پوهیږي چې انګلیسي یواځنۍ ژبه نده چې په آسټرالیا کې خلک پرې خبرې کوي. بلکې په دغه هېواد کې له بیلابیلو هېوادونو څخه راغلي‌ کډوال په کورونو کې په خپلو ژبو خبرې کوي او یو شمېر بومي آسټرالیایانو هم خپلې ژبې تر اوسه پورې ساتلي دي.

د ترسره شویو څېړنو پایلې ښيي چې اوسمهال په آسټرالیا کې خلک په ۲۱۶ ژبو خبرې کوي / په دغه ډله کې په شاوخوا ۶۰ ژبو د آسټرالیا بومي اوسیدونکي له یو بل سره خبرې کوي خو په لسهاوو نورې ژبې د کډوالو له راتګ وروسته په آسټرالیا کې زیاتې کارول کېږي. د بیلګې په توګه ، مندرین، هندي، عربي، پښتو ، دري او داسې نورې ژبې.

په ترسره شویو څېړنو کې دا خبره هم موندل شوې چې په تېرو وختونو کې په آسټرالیا کې د ژبو شمېر ۴۱۱ ژبو ته رسیده خو د وخت په تېرېدلو سره ۱۷۷ ژبې له منځه تللي دي او په لسهاوو نورې  ژبې د له منځه تللو په حال کې دي.

مجيب منيب يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ چمتو کړی چې پاس د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now